بیا کتل شوی: 2022/06/27
په خوست ولایت کې له زیانمنو کورنیو سره د ژغورنې نړیوالې کمېټې د نغدو پیسو مرسته
د بېړني غبرګون خدمتونو په اړه
د ژوند ژغورنې پروژه له هغو کورنیو سره مرسته کوي چې خورا زیانمن شوي یا د طبیعي پېښو او یا هم د جګړو له امله اغېزمن شوي یا بې ځایه شوي دي. بېړنی غبرګون دوی ته د مرستې په توګه نغدې پیسې ورکوي. دوی کولی شي چې د غوښتنلیک فورمه د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست ته وسپاري. وروسته غوښتنلیک د ژغورنې نړیوالې کمېټې د قانون حاکمیت او د ماشومانو د ساتنې څانکې ته لېږل کېږي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه له زیانمنو شویو کورنیو سره چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شوي دي، مرسته کوي. له دې طبیعي ناورین څخه زیانمنې شوې کورنۍ کولی شي د نغدي مرستې ترلاسه کولو په موخه د ژغورنې نړیوالې کمېټې ټیم سره اړیکه ونیسي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د دفتر کاري ساعتونه
یکشنبه څخه تر پنجشنبه د سهار له 08:00 بجو څخه تر 04:30 بجو پورې
د ټېلفون کولو وخت: د سهار له 08:00 بجو څخه تر 04:30 بجو پورې
دا دفتر جمعې، شنبې او عمومي رخصتیو په ورځو کې تړلي وي.
لاسرسي او نور معلومات
چمتو شوي خدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي او همدارنګه اشاروي ژبو دي. د هر خدمت لپاره معیارونه توپیر لري او خدمت ته د لاسرسي لپاره د ملاقات وخت اخیستل اړین دي او خدمت د ټولو لپاره وړیا دی.
مهرباني وکړئ لاندې شمېرې ته زنګ ووهئ ترڅو تاسو ته د لیدو وخت وټاکل شي.
د اړیکو شمېرې
د ټېلفون شمېره: 0093799546725
برېښنالیک: gulab.shah@rescue.org
د نړیوالې ژغورنې کمېټې د دفتر پته : د خوست ښار، څلورمه ناحیه، د حکیم تڼيوال پارک ته نږدې، ۱۲۰۰ کورنۍ سیمه، ۷۳مه کوڅه، ۴۰ نمبر کور،
هغه ځای کې چې دا خدمت وړاندې کېږي ټولو ته د لاسرسي وړ نه دي او د لیفټ خدمتونه نه لري. دا د هرچا لپاره جلا او د لاسرسي وړ اسانتیاوې لري. سربیره پردې، ښځینه کارکونکي د ټیم د یوې برخې په توګه شتون لري.
د اړیکې معلومات
33.3338470000000000
69.9371670000000000