زه څه کولای شم که زما د متحده ایالاتو د کډوالۍ عريضه وځنډېده؟
امریکې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیک په اړه د کانګریس له غړي څخه د مرستې د غوښتلو طریقه په لاندې متن کې وګورئ.
په متحده ایالاتو کې د ډیر شمیر کیسونو طی مراحل ډیر زیات وخت غواړي. ځینې متقاضیان چې د کډوالۍ د موقف یا ستیتس او یا د ویزې د ترلاسه کولو غوښتونکي دي، کلونه د خپل کیس په اړه ځواب ته په تمه وي. دا یو ډیر سخت او ستومانوونکی حالت دی.
د غوښتنلیک د طی مراحل په پروسه کې د ځنډ په صورت کې، ډاډ ترلاسه کړئ ترڅو هغه مراحل چې مسوولیت یې ستاسو په غاړه دی، په سم ډول بشپړ شوي وي.
- که چیرې تاسو کډوالۍ موقف لپاره درخواست کوۍ، تاسو کولی شۍ د بیامیشتیدنې مرکز سره اړیکه ونیسئ.
- که چیرې ویزې لپاره درخواست کوۍ، تاسو باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې USCIS یا هغه سفارت سره اړیکه ونیسئ چې ستاسو غوښتنلیک طی مراحل کوي.
بل ګام هغه دی چې تاسو د کانګریس له غړي څخه غوښتنه وکړئ ترڅو ستاسو د کیس د وضعیت په باب معلومات ترلاسه کړي.
که چیرې کډوالۍ ته د غوښتنلیک په بهیر کې له ستونزې سره مخ یاست، ستاسو خپلوان یا دوستان چې په متحده ایالاتو کې دي، کولی شي د کانګریس له غړي سره اړیکه ونیسي او ستاسو د غوښتنلیک په اړه ورڅخه مرسته وغواړي. د کانګریس ډیر شمیر غړي د هغو کسانو غوښتنو ته ځواب نه ورکوي چې د کانګریس د غړي د مسوولیت اړوندې سیمې کې ژوند نه کوي. هغه شخص چې د کانګریس د غړي د مسوولیت اړوندې سیمې کې ژوند کوي، د رای ورکوونکي/ټاکوونکي په نوم یادیږي.
که چیرې تاسو په متحده ایالاتو کې یاست، کولی شۍ د کانګریس له غړي څخه مرسته وغواړۍ. خو که چیرې په متحده ایالاتو کې ژوند نه کوۍ، په متحده ایالاتو کې ستاسو میشت د کورنۍ غړي یا نږدې خپلوان کولی شي د کانګریس له غړي څخه مرسته وغواړي.
د کانګریس غړی ستاسو غوښتنلیک منظور یا ردولی نشي، خو کولی شي ستاسو د کیس د وضعیت په باب د لازیاتو معلوماتو غوښتنه وکړي.
د کانګریس د غړي له دفتر څخه څرنګه د مرستې غوښتنه کولی شم؟
۱ پړاو: په دې ویب پاڼه کې د خپل ایالت د کانګریس غړی پیدا کړئ. د خپل کور یا د کورنۍ بل غړي یا دوست د کور پته ولیکئ.
د متحده ایالاتو د کانګریس غړي په دوو ډلو ویشل کیږي: سناټوران او استازي. تاسو کولی شۍ له سناټورانو یا استازو سره په یو وخت کې اړیکه ونیسۍ او د خپل کیس په اړه د مرستې غوښتنه وکړئ. تاسو همداراز کولی شۍ د کانګریس له یو نه ډیرو دفترونو سره په یو وخت کې اړیکه ونیسئ. که چیرې د کانګریس یو دفتر له تاسو څخه پوښتنه کوي چې ګوندې د کانګریس بل کوم دفتر هم تاسو سره مرسته کوي او که نه، رښتیا ووایئ او حقیقت مه پټوئ.
۲ پړاو: کانګریس غړي سره د اړیکې لپاره، د پورتنۍ ویب پاڼې په کارولو سره د سناټور یا استازي د دفتر ویب پاڼې ته ورشئ.
د کانګریس ډیر شمیر غړي په نورو ژبو د خپلو ویب پاڼو ژباړې ته اجازه ورکوي. خو د کانګریس د ځینو غړو ویب پاڼې یوازې په انګلیسي ژبه وي. که چیرې د کانګریس د غړي د دفتر ویب پاڼه ستاسو په ژبه ژباړل شوې نه وي، تاسو کولی شۍ د لاندې ګامونو په تعقیبولو سره له Google Translate کار واخلۍ.
۳ پړاو. د کانګریس د غړي ویب پاڼې ته ننوتلو سره سم، هغه پاڼه پیدا کړئ چې پکې یو رای ورکوونکی یا ټاکونکی کولی شي له فډرال ادارې څخه د مرستې غوښتنه وکړي. دا برخه کیدی شي د “Services” "خدمتونو" او یا “Contact” "اړیکې" ترعنوان لاندې وي. تاسو به “Get Help with a Federal Agency” یا له یوې فډرال ادارې څخه مرسته ترلاسه کړئ. او یا “Casework” "پر کیس باندې کار" عناوین وګورئ. پاڼه به داسې ښکاري. ویب پاڼه به تاسو ته د کانګریس د غړي له دفتر څخه د مرستې د غوښتنې د څرنګوالي په اړه هدایات درکوي. که چیرې تاسو د ویزې غوښتنونکي یاست، تاسو کولی شۍ د بهرنیو چارو له وزارت څخه هدایات ترلاسه کړئ. که چیرې ستاسو غوښټنلیک لا اوس هم د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) کې دی، تاسو کولی شۍ له کورنیو چارو وزارت څخه هدایات ترلاسه کړۍ. د کډوالو د بیامیشتیدنې غوښتنلیک په همدې برخه کې شامل دی.
تاسو کولی شۍ فورمه ډاونلوډ او د بریښنالیک له لارې یې ولیږۍ او یا هم فورمه په آنلاین بڼه ولیږۍ.
۴ پړاو: ډاډ ترلاسه کړئ چې په آنلاین یا ډاونلوډ شوې فورمه کې، تاسو، ستاسو د کورنۍ غړی او یا د اړیکې بل شخص دا لاندې معلومات شامل کړي:
- د هغه شخص نوم او پته چې د کانګریس د غړي د مسوولیت په سیمه کې ژوند کوي ترڅو تصدیق شي چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړی رای ورکوونکی یا ټاکونکی دی؛
- نوم، د زیږیدنې نیټه، د کیس شمیره او د هغه سفارت، کنسلګرۍ او یا هم د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې اړوند دفتر چې ستاسو کیس پکې طی مراحل کیږي؛
- د لاندې معلوماتو په ګډون، ستاسو د کیس لڼده شرحه:
- ستاسو په کیس کې اصلي ستونزه څه ده؛
- هغه ګامونه چې تاسو تردې دمه ددې ستونزو د حل لپاره پورته کړي دي؛
- د اوسني وضعیت په باب هرډول نور جزییات
- هغه غوښتنه چې د کانګریس غړی یې باید ستاسو د کیس په اړه له اړونده دولتي دفتر څخه وکړي؛ او
- له دفتر څخه د هغوی وخت او مرستې لپاره مننه وکړئ.
۵ پړاو: تاسو به هرو مرو د معلوماتو د محرمیت د رفع مسوولیت پاڼه لاسلیک کوۍ. دا فورمه د کانګریس اړوند دفتر ته اجازه ورکوي ترڅو ستاسو د کیس په باب معلومات ترلاسه کړي. که چیرې د کورنۍ غړی یا د تماس بل شخص ستاسو په استازیتوب فورمه لیږي، هم باید دا فورمه ډکه کړي. د معلوماتو د محرمیت د رفع مسوولیت پاڼې بیلګې لپاره دلته کلیک وکړئ.
د معلوماتو د محرمیت د رفع مسوولیت پاڼه د کانګریس له استعلام یا کانگریشنل انکوایری سره یوځای ولیږئ. د کانګریس د غړي دفتر ته د معلوماتو د محرمیت د رفع مسوولیت پاڼې او د کانګریس د استعلام لیږلو د طریقې په باب هدایات په ویب پاڼه کې تعقیب کړئ.
۶ پړاو: که چیرې د کانګریس د غړي پر ویب پاڼې د مرستې د غوښتنې د طریقې په اړه هدایات موندلی نشۍ، د کانګریس د غړي د ټیلفون شمیره له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړئ. د کانګریس غړي دفتر ته ټیلفون وکړئ او د خپلې کډوالۍ کیس په باب د مرستې د غوښتنې د طریقې پوښتنه وکړئ.
په یاد ولرئ چې هغه شخص چې تاسو سره د ټیلفون په کرښه مرسته کوي د کانګریس غړی نه، بلکه بل شخص به وي چې د کانګریس له غړي سره کار کوي.
مهمه ده چې د ټیلفوني اړیکې پرمهال، با ادبه اوسئ، زغم او حوصله ولرئ. همداراز مهمه ده چې د ځواب د نه ترلاسه کولو په صورت کې، هره میاشت موضوع تعقیب کړئ.
د مرستې غوښتنه
کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:
- له د کډوالو مرستې نړيواله پروژه (آی ار ای پي) څخه د مرستې د غوښتلو په اړه معلومات دلته دي.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د ويړیا حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو يو نوملړ په دې ځای کې شته.
- د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی.