Skip to main content

د امریکا متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدو د مرکی لپاره چمتووالې

څنګه د امریکا متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدو د مرکی لپاره چمتووالې ونيسم؟

دا لارښود د امریکا متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو USCIS سره د کډوالو بیا میشتیدو د مرکی پر مهال د توقعاتو په هکله توضیحات درکوی.

 

که تاسی د امریکا په متحده ایالاتو کې د بیا مېشتېدو لپاره په پام کې نیول شوي یاست تاسی به لږ تر لږه دوه مرکې لرۍ. اول به تاسی د بیا مېشتېدو د ملاتړ مرکز (RSC) سره مرکه کوۍ.

 

 بما به ستاسو مرکه د امریکا متحده ایالاتو د دولت یو افسر ترسره کوي. دې افسر ته د کډوالو افسر وایي. دې مرکې ته د USCIS مرکه یا د قاضي مرکه وایي. دا مرکه ډېره اړینه ځکه ده چې همدا مرکه به معلوموي چې ایا ستاسو قضیه به تر وروستيو امنیتي چک کولو یا پلنټنې او روغتیاي معایناتو پورې ورسېږي که نه. که ستاسو مرکه په UNHCR کې تر سره کېږي بیا نو دا یوه USCIS مرکه نده.

 

ستاسو سره ولې مرکه کېږي؟

د آر ايس سي(RSC) د مرکې موخه دا ده چې ستاسې ټول معلومات راټول کړي، تر څو د يو ايس سي آی ايس د مرکې لپاره چمتووالی بشپړ کړي. د آر ايس سي کار کوونکی به له تاسې څخه ستاسې د کورنۍ په اړه معلومات وغواړي، او هغه اسناد به تر لاسه کړي، چې ستاسې د قضيې لپاره مهم دي.

 

د USCIS مرکې موخه دا ده ترڅو معلوم شی چې ایا تاسې د امریکا متحده ایالاتو د قوانینو په اساس د کډوالۍ له تعریف سره برابر یاست. دغه افسر همداراز ګوری چې آیا کولای شئ د امریکا متحده ایالاتو کې د متحده ایالاتو د کډوالۍ قانون په اساس ومنل شئ او که نه.

 

د آر ايس سي مرکه

له آر ايس سي سره ستاسې مرکه د دې لپاره ده چې ستاسې له کورنۍ ځان خبر کړي، او ستاسې په کيسه خبر شي. ټول هغه معلومات چې تاسې شريک کړل، به د يو ايس سي آی ايس له افسر سره شريک کړای شي. لاندې معلومات هغه څه تشريح کوي چې ته يې د يو ايس سي آی ايس په مرکه کې تمه لرلای شې. خو دا معلومات به ستاسې د آر ايس سي مرکې چمتووالی لپاره هم مرستندوی وي.

 

ستاسو له مرکې څخه مخکې

 د بیا مېشتېدو د ملاتړ مرکز (RSC) به ستاسو سره اړیکه نیسی . دا به هماغه ارګان وي چې ستاسو سره یې مخکې هم مرکه کړې وه. ستاسو RSC به تاسو ته ووایي چې مرکه به مو کله او چېرته ترسره کېږي. دا معمولی خبره ده چی کیدای شی مرکه مو وځنډېږي یا هم لغوه شي. ډېر دلایل کیدای شی د دی حالت لامل وګرځی. او دا پدې معنی نده چې ستاسو په قضیه کې ستونزه ده . له بده مرغه که ستاسو مرکه وځنډېده او یا لغوه شوه نو تاسو باید تر څو چې بیا د مرکې ته وخت تعینېږي، تم شئ.

 

مخکې د مرکی باید کښېنئ او د ټولو هغه پېښو په اړه په لنډه توګه ولیکئ چې پر تاسو تېر شوي دی. دې کې شامل دی لکه هغه نېټی چې له خپل کور څخه تښتیدلی یاست یا هغه نېټی چې ګواښونه مو ترلاسه کړي. د دې کیسو په یادولو سره کېدای شي بدې او ترخی خاطرې مو ذهن ته راشي خو دا خبرې ډېرې اړینې دي ځکه د کډوالو افسر باید ستاسو په کیسه باندې پوره پوه شي.‌ دغه لیکلی مهالوېش یا نوټ له ځانه سره مرکې ته مه راوړئ. دا یوازې ستاسو سره د مرکې په چمتووالي کې مرسته کوي.

 

څوک او څه باید مرکې ته راوړل شي

هر هغه څوک چې ستاسو په قضیه کې شامل وی ، باید په دې مرکه کې ګډون وکړي. دا ماشومان او ځوانان هم رانغاړي. که ستاسو له حالت سره سمون خوري، باید لاندې سندونه له ځان سره مرکې ته راوړئ:

 

  • د قضیې په دوسیه کې د ټولو غړو د هویت سندونه
  • د UNHCR سرټیفیکېټ
  • د پوځ اړوند سندونه لکه د پوځ کتاب او د پوځ کارت. که تاسو په پوځ کې کار کړی وي خپل ټول پوځي سندونه لکه د پوځ کتاب او کارت درسره راوړئ. که مو په پوځ کې کار کړی وي او دغه سندونه نه لرئ نو بیا باید تیار اوسئ چې تشریح کړئ چې ولې یې نه لرئ.
  • هر هغه اسناد يا شواهد چې دا ښودنه کوي چې ولې ته وېره لرې چې خپل هيواد ته ستون شې. په دې کې شامل دي:
    • طبي راپورونه که چېرې په تا بريد شوی و، او طبي پاملرنې ته دې اړتيا درلودله.
    • د پوليسو راپورونه.
    • ګواښوونکي ليکونه او ليکلي پيغامونه.
  • د کورنۍ سندونه لکه د کورنۍ کتاب، د زېږدنې سرټیفیکېټ، د واده/نکاح خط او طلاق سندونه.
  • قانوني اسناد چې د جرم یا دستګیرۍ اړوند تاریخچه وښايي، لکه د دستګیرۍ یا ضمانت سندونه، د محکمې اوامر، او که د ورکړل شوي فیس کوم سند وي‌.‌

 

خپلې مرکې ته انتظار

کله چې د مرکې ځای ته ورسېدئ،‌ باید تاسو انتظار وکړئ تر څو مو مرکه پېل شي.‌ کېدای شي تاسو تر ډېرو ساعتونو لپاره منتظر پاتې شئ. تاسو کولای شئ له ځان سره خوراکي توکي او اوبه او د لوستلو لپاره توکي او یا د کوچنېانو د لوبو ارامه بازیچی راوړئ تر څو هغوي ورسره د انتظار پر مهال لوبې وکړي.‌

 

سګرت څکول منع دي

تاسو نشئ کولای چې تر څو ساعتونو لپاره سګرټ وڅکوئ. کېدای شي د ودانۍ په منځ کې له مرکې مخکې څو ساعتونو لپاره انتظار وباسۍ او بیا وروسته د مرکې څخه هم څو ساعته انتظار وباسئ. کله چې تاسې د ودانۍ په منځ کې یاست هلته په جدي توګه سګرټ څکول منع دي. 

 

د USCIS مرکې پېل

مرکه معمولا ستاسو له ټولې کورنۍ سره په یوه خونه کې پېلېږي. هغه کوچني چې له یو مشخص عمر څخه پورته (معمولا ۱۳) له هغو به د هغوی نوم او مور و پلار نومونو په اړه پوښتنی کېږي. کوچني ماشومانو ته اړتیا نشته چې پوښتنو ته ځواب ووایي.، کېدای شي د هغوی لپاره تاسو ځواب ووایاست.

تاسو باید هر سوال ته په رښتني توګه ځواب ووایئ. د خپل حالت په اړه د ناسمو معلوماتو ورکول او یا د غلطو معلوماتو وړاندې کول به د دې لامل شي تر څو ستاسو  قضیه رد شي.

د کډوالو افسر به لومړی له ستاسو څخه د ټولې کورنۍ د شخصي معلوماتو په اړه پوښتنی وکړي چې پکې لاندې ټکي شامل دي:

  • بشپړ نوموني
  • قبیلوي نومونه
  • د قضیې په دوسیه کې د ټولو د زېږېدنې اصلي نېتې
  • کورنۍ شجره. افسر به ستاسی د والدینو، روڼو خویندو او ماشومانو، او دوي ټول کوم ځای اوسیږي په اړه پوښتنه کوي.
  • په اوسني هېواد کې او په خپل اصلي هېواد کې د اوسېدو پتې
  • د زده کړې او د کاري دندو تاریخچه
  • د ټېلفون شمېره او د ټولنیزو رسنېو تاریخچه
  • په ژوند کې د مهمو پېښو مهالوېش لکه زېږدنې، وادونه، او کله تاسې منتقل یا ګواښونو سره مخ شوۍ. 

 

که هر یو معلومات ناسم وي، نو پکار ده چې د کډوالو افسر ته ووایئ چې دا معلومات ناسم دي، او سم معلومات ورکړئ.

 

د کډوالو افسر به له تاسو څخه ډېرې د "هو یا نه"  پوښتنې وکړي چې کیدای شی عجیبه ښکاره شی. دا عادي دی. هغوي باید داسې پوښتنې له هر چا څخه وکړي. آرام اوسئ. ځینې پوښتنې کېدای شي چې له تاسو هم وشي په لاندې توګه دي:

  • آیا تاسی پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او په ترهګرۍ کې برخه واخلې؟
  • آیا تاسی پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او څوک ژوبل کړې؟
  • آیا تاسي پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او هلته یو ځان پلورنکی شې؟
  • آیا تاسی پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او کوم قانونونه مات کړې؟

 

د کډوالو افسر به د امنیت او پوځ د تاریخچې په اړه ډېرې پوښتنې وکړي. ځینې پوښتنې یې کېدای شي په لاندې ډول وي:

  • تاسی کله د وسلې کارونې زده کړه ترسره کړې؟
  • تاسی کله وسله ګرځولې؟
  • تاسی د پوځ سره کله او چېرته دنده ترسره کړې؟ ستاسو د کنډک نوم څه وو؟ کله چې په پوځ کې مو دنده ترسره کوله کومې چارې درسپارل شوې وې؟
  • تاسی کله د کومې ترهګرې ډلې یا ملېشې ملاتړ کړی؟

 

د مرکې مواد

معمولا ډېرې پوښتنې به په قضیه کې د اصلي غوښتونکۍ ځوابوي. دا ډېر وخت هغه کس وي چې UNHCR او RSC ورسره په اړیکه کې وي.‌ داسې هم کېږي چې د مرکې په کومه برخه کې د کډوالو افسر د کورنۍ له غړو سره په جلا جلا توګه مرکه وکړي. د کډوالو افسر به له تاسو پوښتنه وکړي چې تاسی ولې خپل هېواد پرېښود او ولې له بېرته ستنېدو څخه وېرېږئ.

 

د کډوالو افسر به له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې ایا کله تاسی یا ستاسو کورنۍ زیانمن شوي ده په شمول د دې:

  • چې دا پېښې چېرته او کله رامینځ ته شوې.
  • چې ستاسو سره څوک وو، چا وګواښلۍ او ولې یې په نښه کړئ.

 

که چېرې مشخص معلومات نلرئ، نو بیا د هغه څه په اړه چې خبر یاست، معلومات ورکړئ. د بېلګې په توګه، که مشخصه نېټه درته نه وي معلومه نو بیا ووایاست چې کوم موسم وو یا د کومې پام وړ سیاسي پېښې څخه د مخه یا وروسته. که چیری تاسې باورې نه یاست مشخصه نېټې مه جوړوه.

 

کله چې ته افسر ته تشريح کړې چې ولې په خپل خونديتابه وېره لرې کله چې ته خپل اصلي هيواد ته ستون شې، يا ولې په ماضي کې هدف ګرځېدلی وې، ډاډ حاصل کړه چې افسر ته هر واقعيت، يا ستا د هيواد په اړه هر معلومات تشريح کړې، چې دا چاره به له دوی سره مرسته وکړي، چې ستا حالت درک کړي.

 

نور موضوعات چې په مرکه کې له تاسو کیدای شی وپوښتنل شي دا دی:

  • که په پوځ کې مو خدمت کړئ، کله چې په پوځ کې وئ نو په ورځني ډول مو څه کول.
  • که تاسی کله نیول شوي یاست، یا درباندې تور لګول شوی وي او یا پخوا د کوم جرم لپاره محاکمه شوي یاست.
  • ستاسی پخوانۍ دنده، په ځانګري توګه که د هغه حکومت سره مو چی کار کړی وي چې له هغه هېواد څخه تښتېدلي یاست.
  • که تاسو په کوم سیاسي ګوند پورې تړلي وئ،‌ حتی که دې ته اړ کړای شوي یاست چې له سیاسي ګوند سره یوځای شئ.
  • که تاسی کله هم د امریکا متحده ایالاتو ته د راتګ په موخه ویزې ته غوښتنلیک ورکړی وي. په دې کې د "لاټري ویزه" هم شامله ده. که تاسو کله هم غوښتنلیک ورکړی وي‌ او یا مو الیکترانک/انلاین غوښتنلیک پېل کړی وي چې د امریکا متحده ایالاتو ته پرې لاړ شئ، نو تاسو باید د دې غوښتنلیک په اړه افسر ته ووایئ.

 

د کډوالو افسر کېدای شي د ورته موضوع په اړه له تاسو ډېرې پوښتنې وکړي او یا ورته پوښتنې بیا بیا تکرار کړي. که د کډوالو افسر تاسو ته یو څه معلومات درکړي چې ستاسو له ویل شوېو خبرو سره یوشان نه وي او بیا تاسو ته ووایي چې تشریح یې کړه، پام وکړئ:

  • په دې برخه باندې به د کډوالو د افسر تمرکز له دې امله وي چې کېدای شي تاسو UNHCR یا RSC ته په خپله مخکینۍ مرکه کې متفاوت معلومات ورکړی وي. د کډوالو افسر شاید له تاسو څخه ځکه پوښتنه کوي ترڅو د دغه مختلفو ویناوو سپیناوی وکړئ.
  • که تاسی له خپلې مخکینۍ مرکې څخه متفاوت معلومات ورکوئ  نو شرح ورکړئ چې ولې. د بېلګې په توګه:
    • که تاسی ویلی وي چې تاسی ته په ۲۰۱۱ کال کې ګواښونه شوي وه، خو وروسته تاسو له کورنۍ پوښتنه وکړه او بیا پوه شوئ چې هغه پېښه په ۲۰۱۲ کې شوي وه، تشریح یې کړئ چې نېټې مو هېرې کړې وې خو غواړئ چې اصلي جزیات وړاندې کړئ.
    • که تاسی د جزییاتو په بیا یادلو کې له دې امله ستونزه لرئ چې له یوې پېښې څخه ژوندي راوتلي یاست، هغه هم تشریح کړئ.
  • د کډوالو افسر کېدای شي ستاسو له هېواده دغه معلومات چې تاسو په ناسمه توګه وړاندې کړي، لوستلی وي. خپله کیسه په ریښتیا سره تشریح کړئ. د بېلګې په ډول، که تا وويل چې ستا د مذهب له کبله پر تا بريد شوی، او افسر داسې يو راپور ولولي چې ستاسې د مذهب خلک ستاسې په هيواد کې خوندي دي، نو دا تشريح کړه چې ولې ته وېره لرې چې تاته به زيان ورسۍږي.
  • د کډوالو افسر کېدای شي له تاسو پوښتنه وکړي چی آیا د کومې وسله والې ډلې غړي وئ یا مو ورسره مرسته کړې ده. دې کې شامل دی:‌
    • که وسله والې ډلې سره مرستې کولو ته اړ شوي یاست.
    • که د وسله والې ډلې لخوا ګواښل شوی وئ چې تاسې یا ستاسې کورنۍ به زیانمن شي که مرسته مو ونکړه.
    • که په هغه وخت کې له دې نا خبره وئ چې چا سره مرسته کوئ هغوي د یوې وسله والې ډلې برخه دي.‌
    •  په دې کې وسله والې ډلې له پېسې ورکول.
    •  له ملیشو څخه څه رانیول
    • وسله والې ډلې ته خواړه، اوبه او یا د پناه ځای ورکول.
    • ځان په بشپړه توګه باوري کړئ چې د کډوالو افسر ته یی تشریح کړئ چې داسې کوم حالتونه وو چې تاسو له کومې وسله والې ډلې سره مرسته وکړه. د بېلګې په توګه، تشریح کړئ:

 

د مرکې پای

د کډوالو افسر به ونه کړای شی چې ستاسی د قضیې په هکله تاسو ته پرېکړه واوروی. د هغې پر ځای تاسو به یو لیک ترلاسه کړئ چې پایلې به پکې لیکل شوی وي. که تاسو تایید هم شئ، بیا هم تاسو باید تر سفر پورې انتظار وکړئ. تاسی یوازې له هغې وروسته سفر کولای شئ چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت امنیتي پلټنې وکړي او تاسو خپلې روغتیاي ازموینې بشپړ کړئ.‌

 

دا تمه مه کوۍ چې افسر به د پرېکړې د مهالوېش په اړه هر ډول معلومات درکړي. ګن شمیر داسې موارد شتون لري چې د کډوالو د افسر په لاس کې ندي او دا موارد د مرکې سرعت، امنیتي پلټنه او سفر رانغاړي.‌

 

د یو ژباړونکي سره کار کول

که تاسی د خپلې مرکې لپاره ژباړونکي ته اړتیا لرئ، نو بیا اړینه ده چې خپل ځوابونه په لنډو جملو کې دا به ژباړونکی ته ستاسو د خبرو په ژباړلو کې مرسته وکړي .ژباړونکي ته پوره وخت ورکړئ تر څو ستاسو د کیسې جزیات په سمه توګه د کډوالو افسر ته وژباړي.

 

تاسی باید افسر ته ووایئ:

  • تاسی د ژباړونکي په خبرو نه پوهېږئ.
  • تاسی فکر کوئ چې ژباړونکی کېدای شي په څه چې وایئ، نه پوهېږي.
  • ژباړونکی هر هغه څه چی تاسی وایۍ پوره نه ژباړي.
  • ژباړونکی تاسی سره احترامانه چلند نه کوي.

 

بیا تشریح کړئ تاسی چې ولې د ژباړونکي‌ په خبرو نه پوهېږې‌ .ستاسو ژباړونکی به ستاسی د قضیې په وروستۍ پرېکړه هېڅ کوم اغېږ ونلري. همدارنګه،‌ ستاسو ژباړونکی به ستاسو د قضیې په اړه له مرکې څخه بهر هېڅ بحث ونکړی. هغوي محرمیت ته ژمن دي.

 

د مرکې محرمیت

د مرکې په پېل کې ډېر احتمال لري چې د کورنۍ ټول غړي شتون ولري. که داسې څه وي چې له تاسو پوښتنه وشي او تاسو یې د کورنۍ په شتون کی نه غواړۍ شریک کړی، افسر ته ووایئ چې تاسو د دې موضوع په اړه یوازې له هغه سره غواړۍ یو په یو خبرې وکړۍ د دی په ځای چی د اړینو جزییاتو تېر شئ یا دا چی ووایئ چې”زه خبر نه یم“. د امریکا متحده ایالاتو حکومت ستاسو شواهد محرم ساتي. 

 

عمومي معلومات

  • څنګه هغه سوالونو ته باید څه ډول ځواب ووایاست چې په ځواب باندی یې نه پوهېږئ. که له تاسو څخه یوه پوښتنه وشي او تاسی د هغی په ځواب باندی نه پوهېږئ، سوال ته ناسم ځواب مه ورکوئ.
    •  ولې که تاسې ته ځېنې تشریحات یاد نه وي، تشریح یئ کړۍ څومره چې کولای شئ. بیا تشریح ورکړئ چې ولې نه دریادېږي. دا به ښه وی چی د دی ځواب کی ووایاست چی نه مو په یادیږی یا نه پوهیږۍ او تشریح ورکړي چی ولی . 
    • د بېلګې په توګه، که هغوی ستاسو څخه پوښتنه وکړی چې په کومه نېته یو څه پېښ شوي دی، او تاسو ته دومره یاد وي چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو،‌ ورته ووایئ چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو پر ځای د دې چې یو مشخصه نېټه وښایئ.
  • که دمې ته اړتیا لرئ، تاسو کولای شئ د هغی غوښته وکړئ.  دا تاسو ته مهمه ده چې د ارامۍ احساس وکړئ او خپله کیسه بیان کړئ. که خفه یا نارام یاست، د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ تر هغې چې آرام ښۍ او خپل فکر یو وار بیا راغونډ کړئ.‌
  • هېڅ څه نا ویلی مه پرېږدئ. ځان باوري‌ کړئ چې افسر ته ټول هغه څه ووایاست چې په اړه یې درڅخه پوښتنه کوي.‌ د افسر هره پوښتنه ځواب کړئ او موضوع باندی تمرکز ولرۍ.
  • تل ریښتینی اوسئ. که هغوي د هر څه په اړه پوښتنه کوي تاسو ریښتیا ووایئ. که تاسو په وېره کې یاست چې ستاسو ځواب به ستاسو قضیې ته زیان ورسوي،‌ بیا هم دا ښه ده چې تاسو ریښتیا ووایئ. وروسته تاسو تشریح ورکولای شئ چې دغه جزیبات باید ستاسو قضیې ته زیان ونه رسوي. د ناسمو معلوماتو ورکول کولای شي ستاسو د قضیې د رد کېدو لامل شي.
ایا دا مقاله ستاسو لپاره ګټوره وه؟
0 out of 0 found this helpful
Return to top