Skip to main content

په امريکا کې کډوال او پناه غوښتونکي  له خپلوانو سره يو ځای کېدول

دا لارښود په امريکا کې د کډوال او پناه حيثيت خلکو لپاره دی، څوک چې له خپلو جوړو (مېړه، مېرمن)، کوچنيانو، يا والدينو سره يو ځای شي. دا لارښود د دوه پروګرامونو په اړه معلومات لري (I-730): آی‑۷۳۰ او (P-3)  لومړيتوب ۳.

دا معلومات د کورنيو د بيا يو ځای کېدو په اړه د امريکا د حکومت پر لارښوونه تر لاسه کيږي. 

  • آی‑۷۳۰

که چېرې په امريکا کې د کډوال په توګه په تېرو دوه کلونو کې منل شوې يې، يا که چېرې په امريکا کې په وروستيو دوه کلونو کې پناه درکول شوې ده، ته کولای شې د خپلې جوړې (مېرمنې، مېړه) او کوچنيانو لپاره غوښتنه وکړې، چې ستا سره په امريکا کې يو ځای شي. دا د خپلوانو لپاره عريضه بلل کيږي. ته عارض يې.

کله چې ته فورمه ډکه کړې، ته بايد له هرې هغې پوښتنې په اړوند د خپل ځان په باره کې معلومات ورکړې، کومه پوښتنه چې د عارض په اړه کيږي. ستاسې هغه خپلوان چې ته د هغه لپاره عريضه کوې، ګټه اخستونکی دی

 

څوک د آی‑۷۳۰ تعقيب کړه، تر څو يو ځای شې، پروګرام لپاره وړ دی؟

شرايط مختلف دي، او ستا د حيثيت او دا چې څوک غواړې مسئوليت يې په غاړه واخلې. د جوړې (مېرمن، مېړه) په اړه په شرايطو کې شامل دي:

  • امريکا کې تر منل کېدو، يا امريکا کې د پنا اخستلو څخه مخکې بايد تا له خپلې جوړې سره واده کړی وي.
  • د خپلې جوړې سره د يو ځای کېدو لپاره د عريضې د ثبت پر مهال هم بايد له خپلې جوړې سره واده ولرې، او په هغه مهال کې هم چې ستا جوړه په امريکا کې منل کيږي.
  • ستا جوړه به د هيڅ هغو اساساتو پر اساس د منلو وړ نه وي، کوم چې په کډوالو يا پناه غوښتونکو عملي کيږي.

ستاسې د ماشومانو په اړه په شرايطو کې شامل دي:

  • ستا د ماشوم عمر بايد له ۲۱ کلونو کم، او مجرد وي:
    • که چېرې ته د کډوال په توګه بيا مېشت شوې، ستا ماشوم به هغه مهال وړتيا ولري که چېرې د کډوال په توګه د بيا ځای پر ځای کېدو د مرکې پر مهال ستا د ماشوم عمر ۲۱ کاله يا له دې څخه کم وي. د دوی عمر "جامد" وي، حتی که دوی ۲۱ کلن يا له دې څخه زيات وي، کله چې ته د آی‑۷۳۰ سپارې. ستا ماشوم بايد مجرد پاتې شي، تر څو وړ وګرځي.
    • که تاته پناه درکول شوې وي، ستا ماشوم وړ دی که چېرې د آی‑۵۸۹ سپارلو پر مهال د دوی عمر ۲۱ کاله وي، يا له دې څخه کم وي. د دوی عمر "جامد" وي، حتی که دوی ۲۱ کلن يا له دې څخه زيات وي، کله چې ته د آی‑۷۳۰سپارې. ستا ماشوم بايد مجرد پاتې شي، تر څو وړ وګرځي.
  • امريکا متحده ايالاتو کې د کډوال يا پناه ورکول شوي په توګه له منل کېدو مخکې بايد ستاسې له ماشوم سره ستاسې اړيکه جوړه شوې وی.
    • د ځينو حالاتو پر مهال په "والدينو" کې کېدای شي ناسکه والدين يا په مورولۍ/پلار ولۍ نيول شوي والدين هم شامل شي. د آی‑۷۳۰ فورمې لپاره معلومات دلته شته. 
    • پاملرنه: مخکې له دې چې تاسې امریکا ته سفر وکړئ، يا د کډوال يا د پنا غوښتونکي په توګه ومنل شئ، ستاسې ماشوم بايد زېږېدلی، يا په نس شوی وي (دا معنی چې مور يې له پخوا اميدواره وه(.
  • کله چې ته د خپل ماشوم لپاره ستا سره د يو ځای کېدو عريضه کوې، او په هغه وخت کې چې ستا ماشوم امريکا ته داخليږي، له ماشوم سره ستا اړيکه بايد موجوده وي.
  • ستا ماشوم بايد په هيڅ دليل د کډوالۍ يا پناه غوښتنې لپاره له عريضې منع شوی نه وي.

ستا جوړه يا ماشوم اړتيا نه لري چې څرګنده کړي چې له هغه يا هغې سره څخه په خپل هيواد کې ګواښ شوي، چې د دې پروګرام لپاره وړتيا لري. ستا د جوړې يا ماشوم لپاره کېدی شي، ځينې نورې غوښتنې هم عملي شي. د کډوالو د کورنۍ او پناه غوښتونکو لپاره د يو ايس سي آی ايس ويبپاڼه نور معلومات ورکوي.  

 

څنګه غوښتنه وکړۍ

تاسی باید لاندې اسناد تسلیم کړئ:

  • د I‑730 فورمه د کډوال/پناه غوښتونکي د خپلوانوغوښتنه/عریضه
  • که تاسی د کډوال په توګه بیا میشت شوی یاست، د ګټه اخیستونکی جزیات سره I‑590تکمیل شوی فورمه
  • ستاسو د اوسني حالت ثبوت چې کډوال یا پناه غوښتونکي یاست ) د بیلګو په توګه پکی شامل دی ستاسی 94‑I سند یا د قانونی دائمی اوسيدوکارت(
  • ستاسو د مېرمن/خاوند یا ماشوم وروستی روڼ عکس
  • له همدې خپل سره مو د اړیکې ثبوت

نوټ: هغه مېرمن/خاوند یا ماشوم چې غېراصلي کډوالۍ یا پناه غوښتونکي حالت یې ترلاسه کړی وي، نشي کولای چې د بل خپل پرځای د I‑730فورمې ولېږئ.

د I‑730 فورمې د لېږلو لپاره کوم فیس نشته. د I‑730 فورمې د لېږلو اړتیاوې کېدای شي د دوو کلونو په ترڅ کې د بشرپالنې دلیلونو پر اساس معاف شي. 

که تاسی غواړئ خپل خاوند یا مېرمن د امریکا متحده ایالاتو ته راوغواړئ:

  • د خپل نکاح/واده خط سند یوه کاپي راولېږئ.
  • که مخکې مو واده کړی وي، نوبیا داسې سندونه راولېږئ چې وښايي ستاسو هغه وادونه فسخ شوې. معمولا دا د طلاق یا مرګ سندونه دي.
  • داسې سندونه راولږئ چې وښایي دا یو ریښتینی واده دی او یواځې د مهاجرت په موخه ندی. دیو څو بېلګو په توګه:
    •  تاسی کولای شئ چې د خپلو ماشومانو د زېږېدو سندونه وړاندې کړئ چې وښایی تاسو او مېرمن/خاوند مو د دې ماشوم والدېن یاست.
    •  تاسوکولای شئ چې د بانک داسې یو سند راولږئ چې ستاسو د دواړو نومونه پکې لیکل شوي وي.
    •  تاسی د قرضې کوم سند هم لېږلی شئ چې د دواړو نومونه پکې شتون ولری.
  • د هغو خلکو هم لیکونه رالېږلی شئ چې تاسو یا ستاسو مېرمن/خاوند پېژني او ستاسو له واده سم خبر وي. اړینه نده چې هغوي دې د امریکا متحده ایالاتو اتباع وي.
    •  هغوي باید خپل بشپړ نوم، پته او د زېږېدنې نېټه او ځای ولیکي.
    •  هغوي باید دا تشریح کړي چې ستاسو له اړیکې څومره خبر دي، لکه ستاسو واده ته درغلي وي یا کله چې تاسو یو ځای وی، ستاسو سره یې وخت تېرکړی.
    •  که ممکنه وي دا کسان باید دا لیک په رسمي دولتي چاپي پاڼه ولیکلي او په یوه کاتب یا وکیل یې لاسلیک کړي او بیا یې تاسو ته درولېږي.

 

که غواړئ خپله لور یا زوی راولئ:

  • که تاسو یې مور یاست، نوبیا د ماشوم د زېږېدنې سند راولېږئ چې وښایي چې د ماشوم او ستاسو نوم پکې لیکل شوی وي.
  • که تاسو یې پلار یاست، د ماشوم د زېږېدنې سند راولېږئ چې وښایي چې پکې ستاسو او د ماشوم د مور نوم لیکل شوی وي. همدارنګه د خپل واده د سند یوه کاپي هم راولېږئ چې وښایي د ماشوم د زېږېدنې پر مهال تاسو واده کړی وو یا مخکې له دې چې ماشوم ۱۸ کلن شوی وي. که تاسو واده نه وی کړی د ماشوم مور سره، نو بیا د خپلې اړیکې د اثبات لپاره د لا ډېرو معلوماتو لپاره دغه USCIS I‑730 instructions ولولئ.
  • که تاسی ناسکه پلار/مور یاست، نو د خپل ناسکه ماشوم د زېږېدنې د سند کاپي راولېږئ. همدارنګه د ناسکه ماشوم د اصلي والدېنو د واده د سند کاپي هم راولېږئ.
    • که تاسو خپل شوی والدېن یاست، نو د فرزندی فرمان د سند یوه کاپي راولېږئ. همدارنګه وښایئ چې تاسو له دې ماشوم سره لږ تر لږه دوه کاله اوسېدلي یاست. ‌که تاسی په قانوني توګه د ساتنی حکم لرئ هغه د ساتنی اړوند حکم سند راولېږئ.
  • که تاسی یا ستاسو مېرمنې کله هم مخکې واده کړی وي یا که تاسی یا ستاسو خپلوانو په قانوني توګه ستاسو نوم بدل کړي وي، نو سندونه یې باید ولېږل شي.
  • که تاسو دغه سندونه نه لرئ، کېدای شي داسې نور سندونه وي چې تاسو یې پرځای ولېږئ. د لا ډېرومعلوماتولپاره USCIS I‑730 instructionsولولئ.

 

د آی‑۷۳۰ فورمه او اسناد چرته ولېږل شي؟

د آی‑۷۳۰ فورمې د ډکولو ځای ستاسې د اوسېدو ځای پورې اړه لري. دا ويبپاڼه وګوره تر څو معلومه کړې چې خپل آی‑۷۳۰ فورمه بايد چرته واستوې. 

مخکې له دې چې د آی‑۱۳۰ فورمه او ملاتړي اسناد يې واستوې، له ځان سره د ساتلو لپاره د دې ټولې دوسيې يوه کاپي جوړه کړه. حتی که ته چېرې اصلي اسناد هم له ځانه سره لرې، ته بايد د ټولې سپارل شوې دوسيې يوه کاپي د تل لپاره له ځانه سره ولرې. کېدای شي راتلونکي کې ورته اړتيا ولرې.

 

ستاسی د غوښتنی وروسته څه پېښېږي؟

کله چې USCIS د I‑730 فورمه ترلاسه کړی، ‌USCIS به تاسی ته د رسیدو احوال درولېږي، چې ورته Notice of Action وایي . دوی به تاسی ته ووایی چی I‑730 یی تر لاسه کړۍ دی. دا لیک مهم دی ځکه:

  • دا به تاسی ته ووایي چې د USCIS خدماتو کوم مرکز په I‑730 باندې کارکوي.
  • دا به تاسی ته ستاسو د قضیې لپاره د رسید شمېره درکړي. دغه شمېره درې حرفونه لکهEAC, WAC, LIN,  SRC, NBC, MSC یا  IOE لري.‌ له دې شمېرې وروسته بیا ۱۰ حرفونه لري. تاسو کولای شئ دا شمېره وکاروئ:

د I‑730 فورمې د ځواب لاسته راوړل کېدای شي څو میاشتې یا هم ډېر وخت ونیس . په ځېنو حالاتو کې، ‌ستاسو له مېرمنې/خاوند سره به مرکه وشي مخکې له دې ستاسو غوښتنه منل شوې وي. په ټولو حالاتو کې، ‌ستاسو له مېرمنې/خاوند سره به مرکه وشي مخکې له دې چې ورته د سفر سندونه صادر شي.

که چېرې ستاسې جوړه همدا اوس په متحده ايالاتو کې وي، د عريضې له تاييد وړاندې به د يو ايس سي آی ايس لخوا له تا او ستا د جوړې دواړو سره مرکه وشي؛ په ځينو حالاتو کې، ممکنه ده چې يو ايس سي آی ايس له تاسې سره د مرکې غوښتنه وکړي، حتی که ستاسې جوړه له متحده ايالاتو بهر هم وي.

 

USCIS به ستاسو د I‑730 فورمې پرېکړه د یوې لیکلې خبرتیا په بڼه درولېږي. کله کله، يو ايس سي ای ايس يو ليک استوي او له تاسې، د عريضه کوونکي څخه، غوښتنه کوی، چې دوی ته نور شواهد واستوئ. دې ته د شواهدو غوښتنه ("ار ايف اي") ويل کيږي. ار ايف اي به تاسې ته ووايي چې کوم اسناد نشته او تاسې ته به يوه نېټه درکړي چې په هغې نېټې ورته اسناد واستوئ. عموماً، دوی تاته له ۹۰ څخه تر ۱۲۰ ورځو پورې وخت درکوي.

 

که ته د خپل ماشوم لپاره عريضه کوې، يو ايس سي ای ايس به همداراز تاسې ته وړانديز وکړي چې د ډي اين ای معاينه وکړئ. دا د وينې يوه معاينه ده چې ته او ستا خپلوان يې کوي. دا معاينه به ثابته کړي چې ته او ستا خپلوان سره د وينې خپلولي لرئ. که چېرې يو ايس سي ای ايس د ډي اين ای معاينې غوښتنه کوي دوی به تاسې ته د آی‑۷۳۰ عريضې له ډکولو وروسته ار ايف ای واستوي او دا به درته روښانه کړي چې څه ډول معاينه تر سره کړې.

 

که ستاسو مېرمن/خاوند یا ماشوم وړ ونه ګڼل شول، نوUSCIS به تاسو ته یو لیک ولېږي. دې لیک ته (Notice of Intent to Deny/NOID) یا د انکار کولو د ارادې خبرتیا وایي. دا لیک به تاسی ته یوه موقع درکړي چې د وروستۍ پرېکړې له صادرېدو مخکې ځواب ورکړئ. د I‑730 فورمی په هکله پریکړه د استیناف وړ نه ده.

 

که ستاسې آی‑۷۳۰ تاييد شو او ګټه اخستونکی د امنيتي کتنې او روغتيايي معاينې شرط بشپړ کړي، دوی ته به اجازه ورکړل شي چې متحده ايالاتو ته سفر وکړي. د سفر پروسه تر دې پوره اړه لري چې آيا ته کډوال حيثيت لرې که د پناه ورکړل شوي حيثيت. که ته د پناه ورکړل شوي حيثيت لرې، ستاسې تاييد شوي خپلوان به خپل ځان لپاره سفر چمتووالی ونيسي، او د بيا ځای پر ځای کېدو ادارې لخوا به د کډوالۍ امتياز تر لاسه نه کړي. که ته د کډوالۍ حيثيت لرې، آی او ايم به ستاسې تاييد شويو خپلوانو ته د سفر چمتووالی ونيسي، او وبه کولای شي د بيا ځای پر ځای کېدو د ادارې لخوا هغه شان د کډوالۍ امتيازات تر لاسه کړي، کوم چې تاسې د بيا ځای پر ځای کېدو پر مهال تر لاسه کړي و.

 

لومړيتوب‑۳

لومړيتوب‑۳ د کورنۍ بيا يو ځای کېدو پروګرام ته کېدای شي وويل شي:

  • د پي‑۳ پروګرام
  • د اړيکې قسم پاڼې پروګرام
  • اې او ار پروګرام 

څوک په شرايطو برابر دی؟

هغه وګړي چې د کډوالو په توګه بيا ميشت شوې، د افغانستان د کډوالې د ځانګړې ويزې غوښتونکي، يا هغه څوک چې د پناه غوښتنه يې په متحده ايالاتو کې منظوره شوې ده، کولاې شي چې د ځانګړو خپلوانو د يو ځاې کيدو لپاره غوښتنه وکړي. دوی غوښتنه کولای شي که چېرې دوی لا هم د کډوالۍ يا پناه غوښتنې په حالت کې دي، او يا که چېرې دوی اوس قانوني دايمي استوګن (شين کارت لرونکي دي) دي، يا د متحده ايالاتو اتباع دي.

دوی کولای شي درخواست وکړي لپاره د:

  • جوړه (ښځه/مېړه)
  • ناواده شوي ماشومان چې عمر يې له ۲۱ کلونو کم وي
  • والدين.
  • په استثنايي حالاتو کې، نور خپلوان چې په يو کور کې د داسې يو چا په توګه ژوند کوي چې پورته يې يادونه شوې. 

دغه وګړي بايد کډوال وي. په دې معنی چې دوي بايد د خپل اصلي هيواد څخه بهر وي او بايد د کډوالې د حالت اسناد ولري. 

په تيرو وختونو کې، دغه پروګرام د کډوالو او د منظور شويو پناه غوښتونکو لپاره محدود وه. د ۲۰۲۱ کال د اپريل څخه، هغه وګړي چې متحده ايالاتو ته د افغانستان د کډوالې د ځانګړې ويزې اخيستونکو په توګه راغلي دي، کولاې شي چې خپلوانو لپاره غوښتنليکونه وسپاري. دغه پروګرام ځانګړې خپلوانو او ملتونو لپاره محدود وه. اوس د ملت محدوديت هم ليرې شوې دې. 

ډېر خلک چې کولای شي د پي‑۳ له لارې درخواست وکړي همدا راز کولای شي د آی ‑۷۳۰ لپاره درخواست وکړي.

 

زه د خپلوانو لپاره څه ډول درخواست کولای شم؟

هغه فورمه چې د پي‑۳ پروګرام د پيلولو لپاره کارول کيږي د اړيکې قسم پاڼه ده (آې او آر).

اشخاص په مستقيم ډول نه شي کولای د متحده ايالاتو حکومت ته درخواست جمع کړي.

 

د دې لپاره چې د درخواست پروسه پيل کړې، ته بايد د بيا مېشتېدنې يوې ادارې سره اړيکه ونيسې. د بيا مېشتنې يوه اداره بايد درخواست جمع کړي. د بيا مېشتېدنې اداره يوه اداره ده چې له کډوالو سره مرسته کوي کله چې په لومړي ځل دوی متحده ايالاتو ته راورسيږي. که ته متحده ايالاتو ته د کډوال په توګه راغلی يې، دا به بيا مېشتېدنې هغه اداره وي چې ستا سره يې هغه مهال مرسته کړې وه کله چې ته په لومړي ځل متحده ايالاتو ته رارسېدلی وې.

 

په دې ويبپاڼه کې د ليدلو په واسطه کولای شې ته يوه سيمییزه د بيا مېشتېدنې اداره پيدا کړې. په خپل ايالت کېکاږه تر څو په خپل ايالت کې د ادارو فهرست پيدا کړې. يوه اداره يا ادارې چې تاته نژدې دي پيدا کړه. له ادارې سره د هغه تلفون شمېرې له لارې اړيکه ونيسه چې ويبپاڼه کې ورکړل شوي.

 

کله چې تاسې د بيا ميشت کيدو ادارې سره اړيکه نيسئ، نو تاسې د بياميشت کيدو ادارې ته وواياست چې تاسې کډوال، د افغانستان او يا پناه غوښتونکي ياستئ. دوی ته ووايه چې ته غواړې له يو خپلوان سره يو ځای شې او دا چې ته د اړيکې قسم پاڼې په جمع کولو کې مرسته غواړې.

 

نور معلومات

  • فورمه بايد د کډوال، د کډوالې د ځانګړې ويزې يا پناه غوښتونکې په توګه د متحده ايالاتو ته له داخليدو وروسته تر پنځه کلونو پورې ډکه شي. 
  • د درخواست پروسه کېدای شي څو کاله ونیسي. د والدينو/ماشوم اړيکو، پي‑۳ پروسه عموماً د ډي اين اې معايناتو غوښتنه کوي.
  • د بهرنيو چارو وزارتد لومړيتوب‑۳ په اړه نور معلومات په دې ويبپاڼه شته. د لومړيتوب‑۳په اړه د يو ايس سي ای ايس لخوا نور معلومات هم په دې ويبپاڼه شته.
ایا دا مقاله ستاسو لپاره ګټوره وه؟
0 out of 0 found this helpful
Return to top