Skip to main content

د متحده ايالاتو د کډوالو د بيا مېشتېدو پروسه

د کډوالو د بيا مېشتېدو پروسه څه ده؟

 

په دې ليکنه کې:

  •  د متحده ايالاتو حکومت کوم کډوال د ځای پر ځای کېدو په اړه په نظر کې نيسي
  • د متحده ايالاتو د کډوالو د مېشتېدو پروسه

په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د مېشتېدو لپاره د عريضې د پروسې په اړوند

د متحده ايالاتو د کډوالو مېشتېدنې ته همدا راز د متحده ايالاتو د کډوالو د داخلې پروګرام (يو ايس ار ای پي/ USRAP) هم ويل کيږی. دا د کډوالو لپاره چې له متحده ايالاتو بهر دي، قانوني لاره ده چې متحده ايالاتو ته لاړ شي.

 

د متحده ايالاتو حکومت کوم کډوال د کډوالو د مېشتېدو لپاره په نظر کې نيسي؟

ډېری خلک نه شي کولای په مستقيم ډول د متحده ايالاتو د کډوالو مېشتېدو لپاره عريضه وکړي. د متحده ايالاتو حکومت خلک د مېشتېدو لپاره د څلورو بيلا بيلو دلايلو له کبله تر نظر لاندې نيسي. دا برخه همدا دلايل تشريح کوي. 

  • ۱ لومړيتوب: انفرادي بنسټونه

لومړی، شونې ده چې کډوال د متحده ايالاتو د کډوالو مېشتېدنې ته په انفرادي بنسټ راجع کړی شي. دا راجع کول د يو اين ايچ سي ار(UNHCR) لخوا تر سره کيږي. نورې سپارښتنې د متحده ايالاتو د سفارتونو او مؤسسو لخوا تر سره کيږي. دا راجع کېدنې د پناه غوښتنې په هيواد کې د کډوال د اړتياوو پر اساس وي. يا په ځينو استثنايي حالاتو کې، ممکنه ده چې دوی په خپل هيواد کې د دوی د اړتياوو پر اساس راجع کړی شي.

  • ۲ لومړيتوب: په ټاکلې ډله کې غړيتوب

د مېشتېدو لپاره به هغه کډوال هم په نظر کې ونيول شي، که چېرې دوی په يوې ډلې پورې اړيکه لري، چې د متحده ايالاتو حکومت فکر کوي، چې هغوی مېشتېدو ته اړتيا لري.

ځينې ډلې د يو اين ايچ سي ار لخوا معرفي شوي دي. دوی په مستقيم ډول د کډوال د مېشتېدو لپاره غوښتنه نه شي کولای. د هغو ډلو بېلګو کې چې يو اين ايچ سي ار معرفي کړي، شامل دي:

  • له برما او د تايلينډ له پنډغالو څخه توکمي لږکي او نور.
  • له برما او ماليزيا څخه توکمي لږکي
  • په نيپال کې د بوتان کډوال
  • د کانګو اتباع چې راونډا کې کډوال دي
  • د کانګو اتباع چې تنزانيا کې دي

د ځينو نورو ډلو خلک کولای شي د متحده ايالاتو حکومت ته د کډوالو د مېشتېدو لپاره درخواست وکړي. په ځينو حالاتو کې، دوی کولای شي په داسې حال کې چې په خپل اصلي هيواد کې وي. دا ډلې بدليږي. ځینې افغانان چا چې د متحده ایالاتو د دولت، د متحده ایالاتو د دولت یو قراردادي یا ګرانټي، یا په متحده ایالاتو کې مېشتو رسنیو یا یو غیر دولتي سازمان لپاره یې کار کړی وي. افغانان باید د یو کارفرما لخوا مراجعه کړی شي. ددې پروګرام په اړه د IRAP لارښود دلته دی

  • لومړيتوب ۳: نژدې خپلوان 

د هغه خلک چې د کډوالو یا SIVs په توګه متحده ایالاتو ته داخل شوي یا ورته پناه ورکړی شوې کولی شي چې د ځینو خپلو خپلوانو د راوستلو لپاره درخواست ورکړي. هغه شخص چې متحده ايالاتو ته سفر کوي هم بايد کډوال وي. دا مانا چې دوی بايد له خپل اصلي هيواد څخه بهر وي، او خپل هيواد ته د ستنيدو پر مهال به د خاصو دلايلو پر اساس وېره لري. د لومړيتوب۳ له لارې د نژدې خپلوانو د مېشتېدو په اړه معلومات دلته دي. 

  • د  آی‑۷۳۰ پروګرام

دا پروګرام لومړيتوب۳ ته ورته دی. هغه کډوال او خلک چې پناه ورکړل شوې، کولای شي د دوی د جوړو، او مجردو کوچنيانو لپاره چې عمرونه يې له ۲۱ کلونو کم دي، عريضه وکړي. د دوی جوړه (مېرمن، مېړه) او ناواده شوي ماشومان کېدای شي د هويت لرونکي وي. اړتيا نشته چې دوی دې هم له خپل اصلي هيواد څخه بهر وي، يا دا وښايي چې دوی کډوال دي. د آی‑۷۳۰ پروسې له لارې د نژدې خپلوانو د مېشتېدو په اړه معلومات دلته دي.

 

د متحده ايالاتو د کډوال مېشتېدو عريضې لپاره پروسه څه ده؟

د متحده ايالاتو د مېشتېدنې پروسې لومړي پړاوونه به جلا جلا وي، او په پورته هغو دلايلو به ولاړ وي، چې د متحده ايالاتو حکومت دوی د کډوالو د مېشتېدو لپاره تر نظر لاندې نيسي. پورتني تړوني د دې پړاوونو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ورکوي. ډېر کرته، هغه پړاوونه چې وښايي چې يو تن بايد د کډوالۍ مېشتېدنې لپاره تر نظر لاندې ونيول شي، اوږد وخت اخلي.

که چېرې يو شخص په پورته يادو شويو يوه ډله کې وي، بيا هم دوی بايد د مېشتېدو پاتې پروسه بشپړه کړي. شونې ده دوی له اوږد ځنډ سره مخ شي. د دوی عريضه رد کېدای شي.

د متحده ايالاتو حکومت به يوه دوسيه پرانيزي، او کډوال ته به د قضيې شمېره ورکړي. د قضيې شمېره به دوه حروف او شپږ عدده ولري. له کډوال سره به د بيا مېشتېدنې د ملاتړ مرکز (ار ايس سي) لخوا اړيکه ونيول شي. دا هغه ادارې دي، چې د متحده ايالاتو له حکومت سره د بيا مېشتېدنې پروسه کې مرسته کوي.

ار ايس سي به له هرې کورنۍ سره مرکه ولري. په مرکه کې به د ار ايس سي يو کارمند:

  • معلومات راټول کړي.
  • د هغه زيان په اړه پوښتنه وکړی، چې عارض ورسره مخ دی.
  • د عارض د خپلوانو د معلوماتو په اړه به پوښتنه وکړي.
  • د عارض د کار او اوسېدو تاريخچې پوښتنه به وکړي.

له مرکې وروسته، د متحده ايالاتو حکومت امنيتي کتنه تر سره کوي. شونې ده چې کډوال د متحده ايالاتو د حکومت څخه د جواب تر لاسه کولو لپاره اوږده موده انتظار وکړي. کېدای شي ار ايس سي له کډوال وغواړي چې د انتظار پر مهال روغتيايي معاينات تر سره کړي.

 

ممکنه ده چې د متحده ايالاتو حکومت عريضه تاييد کړي، تبديل کړي، يا رد کړي. که يوه عريضه تاييد شوه، دا شخص به روغتيايي معاينه، او کلتوري بلدتيا تر سره کړي. د متحده ايالاتو حکومت د کډوالو لپاره د نړيوال سازمان (آی او ايم) سره کار کوي، تر څو د تاييد شويو کډوالو لپاره د سفر چاره وکړي. آی او ايم به يو تاييد شوي کډوال ته ووايي چې کله او څنګه به دوی متحده ايالاتو ته سفر کوي.

 

کېدای شي د متحده ايالاتو حکومت خپله پرېکړه بدله کړي. دا مطلب چې عريضه نه رد شوې، نه تاييد شوې ده. د متحده ايالاتو حکومت د پرېکړې لپاره نور وخت ته اړتيا لري.

 

ممکنه ده د متحده ايالاتو حکومت د يو کډوال مېشتېدا رد کړي. په دې اړه چې د رد په وړاندې د استئناف غوښتنه څنګه کولای شې معلومات دلته دي.

ایا دا مقاله ستاسو لپاره ګټوره وه؟
0 out of 0 found this helpful
Return to top