Skip to main content

د بپرسید (وپوښتئ) پروژه

”وپوښتئ څه دی؟

د وپوښتئ (Beporsed.org) وېبپاڼه د یوې باوري سرچینې په توګه هغو افغانانو ته چې د بیامېشتېدنې د لاروچارو او په افغانستان کې د بېلابېلو ادارو او بنسټونو څخه د خدمتونو ترلاسه کولو په لټه کې دي، معلومات وړاندې کوي.

وپوښتئ په انګلیسي کې په Ask ترجمه کېږي.

 

په دې وېبپاڼه کې ټول معلومات په منظم ډول آپډېټ یا نوي کېږي. د وپوښتئ ټیم په دوامداره توګه دې وېبپاڼې ته نوي او تازه معلومات پورته کوي.

وپوښتئ د Signpost په ملاتړ یوه پروژه ده چې موخه یې د ډیجیټل اړیکو او ټولنیزو رسنیو له لارې د اړینو معلوماتو وړاندې کول دي ترڅو په ټولنه کې خلک په وخت سره اړینو معلوماتو ته لاسرسی ولري او د هغو مسایلو په اړه پرېکړې وکړي چې دوی ته مهم وي.

 

وپوښتئ کوم ډول معلومات وړاندې کوي؟

د وپوښتئ پروژې موخه داده ترڅو هغو اغېزمنو افغانانو ته د بیامېشتېدنې د لاروچارو په تړاو اړین، کره او په وخت سره معلومات وړاندې کړي چې د خپلو ځانونو د خوندیتوب په لټه کې دي. همدارنګه د بپرسید بله موخه داده چې افغانانو ته په افغانستان کې د ننه د بېلابېلو شته خدمتونو د ترلاسه کولو په تړاو معلومات وړاندې کړي.

 

په Bepored.org کې تاسو کولی شئ:

- فغانانو لپاره د قانوني او خوندي بیامېشتېدنې فرصتونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ؛

- د هغو خدمتونو په تړاو معلومات ولولئ چې په افغانستان کې د بېلابېبو ادارو او بنسټونو لخوا افغانانو ته وړاندې کېږي؛

- د مدني اسنادو لکه پاسپورټ یا تذکرو د ترلاسه کولو په اړه معلومات او لارښوونې ولولئ.

 

د وروستي او نویو معلوماتو څخه د خبرېدو په موخه زموږ د فېسبوک پاڼه تعقیب کړئ!

 https://www.facebook.com/Beporsed

 

موږ مرسته کوو چې تاسو خپلو پوښتنو ته ځوابونه ومومئ او په تړاو یې کره معلوماتو ته لاسرسی ولرئ!

 

هیله ده په یاد ولرئ چې وپوښتئ نشي کولی:

❌ ستاسو د انفرادي کیسونو په اړه کومه قانوني مشوره ورکړي؛

❌ ستاسو د ویزې یا پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پروسس یا چټک کړي.

ایا دا مقاله ستاسو لپاره ګټوره وه؟
2 out of 2 found this helpful
Return to top