Skip to main content

د P-2 نوی برنامه څه ده؟

د P2- برنامه د متحده ایالاتو دولت څخه د افغان اتباعو ځانګړي کټګوریو لپاره د نوي کډوالو میشته کیدو برنامه ده.

 ایا زه وړ یم؟ 

تاسو د P-2 برنامې لاندې د بیا میشته کیدو لپاره په پام کې د نیولکیدو وړ یاست که چیرې تاسو یو افغان یاست چې اوس مهال کار کوئ، یا مخکې مو کار کړی وي:

د متحده ایالاتو میشته غیر دولتي موسسو لپاره

  • د متحده ایالاتو د رسنۍ ادارې لپاره
  • د متحده ایالاتو دولت د مرستې یا همکاري په تړون کې، حتی که چیرې تاسو په مستقیم توګه د متحده ایالاتو میشته ادارې لخوا ګمارل شوي نه وی.
  • د متحده ایالاتو دولت د قراردادي لپاره
  • د متحده ایالاتو دولت، په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځواکونو (USFOR-A)، ISAF یا هوډمن ملاتړ لپاره د ترجمان یا ژباړونکي په توګه

د P-2 برنامه د هغو افغان اتباعو لپاره طرح شوې چې د ځانګړي کډوالي ویزې (SIV) لپاره وړا ندي او د SIV برعکس، د وړتیا لپاره د کار لږترلږه موده شتون نلري. 

ایا زه د وړتیا په اړه نور څه پوهیدو ته اړتیا لرم؟ 

د P-2 برنامه د متحده ایالاتو د کډوالۍ داخلې برنامې (USRAP) برخه ده، دا پدې معنا ده چې تاسو باید د متحده ایالاتو د کډوالۍ قانون لاندې د یو کډوال په توګه د منلو وړ ومومئ. 

زما وضعیت عاجل دی. ایا زه څومره ژر د P-2 پروسې له لارې وتلی شم؟

دا پوهیدل مهم دي چې د P-2 برنامه له افغانستان څخه د وتلو لار نده. دا د هغه خلکو لپاره د بیا میشته کیدو برنامه ده چې متحده ایالاتو ته د "پناه غوښتونکي هیواد" څخه راځي، دا پدې معنا ده چې یو ګاونډی هیواد، یا کوم بل هیواد چې تاسو ورته د تښتیدلو توان لرئ او چیرې چې متحده ایالات کولی شي د P2 بیا میشته کیدو پروسه ترسره کړي. * دا پدې معنا ده چې تاسو باید د پروسې بشپړیدو لپاره له افغانستان څخه بهر واوسئ. په هرصورت، تاسو ممکن په افغانستان کې د P-2 لپاره د عريضه کولو پروسه پیل کړئ. 

 

یوځل چې تاسو د P-2 غوښتنلیک پیل کړئ، نو بشپړه پروسه 12-14 میاشتې یا ډیر وخت نیسي. 

په نهایي کې، دا پوهیدل مهم دي چې حتی که چیرې تاسو د P-2 برنامې لپاره وړ یاست او د پروسې بشپړولو لپاره له افغانستان څخه بهر سفر وکړئ، نو هیڅ تضمین شتون نلري چې ستاسو غوښتنلیک به تصویب شي. هغه خلک چې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ بیا میشته کیدو لپاره عريضه کوي نو د پراخه پروسې له لارې تیریږي، پشمول د ډیرو امنیتی پلټنو، او ستاسو غوښتنلیک ممکن رد شي. 

 

سمه ده، نو د P-2 برنامې لپاره زه باید افغانستان د خپلو وسیلو له مخې پریږدم. ایا دا مهمه ده چې زه کوم هیواد ته لاړ شم، یا څنګه داخل شم؟

USRAP په ډیرو هیوادونو کې د P2 بیا میشته کیدو قضیې پروسه کولی شي خو په ټولو هیوادونو کې نشي. قضیې په هند او پاکستان کې پروسه کیدی شي، خو په ایران یا ترکیه کې نشي. 

 

د متحده ایالاتو د بیا میشته کیدو برنامې اهدافو لپاره، دا مهمه نده چې تاسو د رسمي وسیلو له لارې (د ویزې سره) یا په غیر منظم ډول افغانستان پریږدئ. په هرصورت ، په غیر منظم ډول سفر کول یقینا خطرناک کیدی شي، او تاسو باید خوندیتوب په پام کې ونیسئ کله چې خپل اختیارونه پرتله کړئ. 

زه څنګه درخواست وکړم؟ 

تاسو په مستقیم ډول د P-2 برنامې ته غوښتنه نشي کولی. ستاسو کار ګمارونکی، یا په هغه برنامه کې دخیل یو امریکایی چارواکی چې تاسو پکې کار کړی وو باید ستاسو په استازیتوب غوښتنه وکړئ. د دوی رول ستاسو د کارموندنې مخېنه تائید کول او د متحده ایالاتو دولت ته یوه حواله ورکول دي. حتی که دوی حواله يا مراجعه ورکړي، دوی نشي کولی پدې اړه پریکړه وکړي چې څوک د بیا میشته کیدو لپاره غوره شوي، یا ویزې یا کوم بل تضمین وړاندیز کړي  – دا یوازې د متحده ایالاتو د کډوالۍ چارواکو لخوا ترسره کیدی شي.

 

که چیرې تاسو غواړئ د P-2 برنامې لاندې د بیا میشته کیدو په اړه په پام کې ونیول شئ، نو تاسو کولی شئ خپل اوسني یا پخواني کار ګمارونکي یا په هغه برنامې کې دخیل امریکایی چارواکي ته ورشئ چې مو پکې کار کړې وي، که چیرې تاسو قراردادي یاست یا د متحده ایالاتو د دولت په مرسته کار کوئ. پداسې حال کې چې تاسو انتظار کوئ نو تاسو کولی شئ د لاندې اسنادو راټولول پیل کړئ چې هغه کس چې ستاسو لپاره حواله ورکوئ به په آخره کې ورته اړتیا ولري:

  • د هویت ثابتولو اسناد: پاسپورټ؛ ملي پیژندګلوي/تذکره؛ د زیږون اسناد
  • د اړیکو ثابتولو اسناد: واده، طلاق، مړینه، او/یا د زیږون سندونه یا د کارموندنې مخېنه رامینځته کولو اسناد: د کارموندنې بیجونه، د کار ګمارونکي حلف نامه

ایا څه به وي که چیرې ما د یوی SIVویزې لپاره هم غوښتنه کړې وي؟ ایا زه د P-2 لپاره غوښتنه کولی شم؟ ایا یو له بل څخه غوره دی؟

د P-2 برنامه د هغو خلکو لپاره رامینځته شوې چې د SIV برنامې لپاره وړ ندي. په هرصورت، د دواړو لپاره غوښتنه کولو پروړاندې هیڅ اوسنی بندیزونه شتون نلري. پداسې حال کې چې د SIV ځینې ترلاسه کونکي له افغانستان څخهایستل کیږي حتی پداسې حال کې چې د دوی غوښتنلیکونه روان دي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا ویلي چې د افغانستان څخه د P2 غوښتونکو ایستلو لپاره هیڅ اوسني پلانونه شتون نلري

 

ایا دا مقاله ستاسو لپاره ګټوره وه؟
6 out of 8 found this helpful
Return to top